دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 188438
لوګر کې یوه هوايي برید د پنځو تنو ولسي وګړو ژوند واخیست
د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي چې د طالبانو په وړاندې په یوه هوايي برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغوی وايي چې تېره شپه د پل علم ښار په کمال خېلو سیمه کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ پنځه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون چې په کې ماشومان هم شامل دي ۱۱تنه طالبان ټپيان دي.
په لوګر کې د ملي پوځ یو قومندان ډګروال عبدالمتین وايي چې دغه هوايي برید د طالبانو یوه غونډه په نښه کړه چې په هغه کې ۲۵ طالب جنیګالي د هغوی د مهمو قومندانان په ګډون، وژل شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپیان دي.
هغه مُلکیانو ته د مرګ ژوبلې رسېدل ردوي او وايي چې شونې ده د طالبانو په غونډه کې ځينې ولسي وګړو هم حضور لرلی وي.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لوګر په کمال خېلو سیمه کې د طالبانو  د مشهور قومندان نعمت‎الله په ګډون  ۲۲ طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا یو غړی ناصر غیرت وايي چې دا عملیات پر هغو طالبانو شوی چې په یوه جومات کې سره راغونډ شوي وو. خو حکومت دا ادعا ردوي.
بلخوا طالبان ادعا لري چې د دغو عملیاتو په لړ کې ۲۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي، هغه ادعا چې حکومت هغه بې بنسټه ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په جګړو او ترهګریزو پېښو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx6nz623n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته