د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزي ویلي؛ افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه پر ګډو عملیاتو د خروار ولسوالۍ اړوند په بیګم کلي کې د دولت ضد وسلوالو یو زیرمه وموندله، چې ترې۸۳ میله کلاشنیکوفونه، ۷ میله تفنګچې ۱۰۰۰ فیره د ټیټي مرمۍ ترلاسته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوه بورۍ چاودیدونکي توکې په اړوند سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د یادو وسلو په تور دو تنه د دولت ضد وسلوال هم نیول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)