کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سرطان 1398 ساعت 17:11

د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په خروار ولسوالۍٍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ځانګړیو عملیاتو ۹۰ میله سپکې وسلې ترلاسه شوې دي.



د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزي ویلي؛ افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه پر ګډو عملیاتو د خروار ولسوالۍ اړوند په بیګم کلي کې د دولت ضد وسلوالو یو زیرمه وموندله، چې ترې۸۳ میله کلاشنیکوفونه، ۷ میله تفنګچې ۱۰۰۰ فیره د ټیټي مرمۍ ترلاسته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوه بورۍ چاودیدونکي توکې په اړوند سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د یادو وسلو په تور دو تنه د دولت ضد وسلوال هم نیول شوي دي.
 


د مطلب کود: 188455

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188455/د-لوګر-په-خروار-کې-۹۰-میله-وسلې-ترلاسه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com