کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بامیان محبس معاون د طالبانو له لوری په شهادت ورسید

25 سرطان 1398 ساعت 18:46

نوروز رحیمی؛ د بامیان ولایت محبس امنیتی معاون چی څو ورځی مخکې د طالبانو له لوری د غور- هرات پر لاره تښتول شوی وو، نن د طالبانو له لوری په شهادت ورسید.



د آوا په ګزارش سره، ددی پولیس افسر یو تن نږدی کسانو څخه وایی: رحیمی څو ورځې مخکې هغه وخت چی دایکندی څخه هرات لوری ته په حرکت وو د غور-هرات په لاره کې د طالبانو له لوری نیول شوی او موټر څخه کښته شوی او دهن مرغه کلۍ ته لیږدول شوی دی.
د هغه په وینا، د رحیمی سفر ګزارش ډير دقیق لکه موټر ډول، حرکت ساعت، موټر څوکی او... طالبانو ته رسیدلی وو هغه وخت چی مسلح کسان د رحیمی لیږدوونکې موټر دروی، وایی: معاون صاحب کښته شی یعنی خپل سیمی او محل څخه کسان ورته ګزارش ورکړی وو.
د سرچینی په وینا، ددی پيښی نه مخکې، رحیمی کورنۍ څلور تنه غړۍ د دایکندی دره خودی سیمه کې موټر انحراف له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
قرار دی چی د دګروال نوروز جنازه تشیعه مراسم سبا چهارشنبه د امام جعفر صادق(ع) مسجد کې جوی جبرییل شاته ترسره او ګلزار شهدا او سید مرتضی آقا څنګ ته خاورو ته وسپارل شی.
 


د مطلب کود: 188472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188472/بامیان-محبس-معاون-د-طالبانو-له-لوری-په-شهادت-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com