دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 188473
سعودی حکومت بهر ته د نارینه وو پرته ښځو تللو ته اجازه ورکوی
د سعودي حکومت وایي، د هغه قانون پر تعدیل کار کوي چې پربنسټ یې ښځې نشي کولای له ۲۱ کلن نارینه محرم څخه پرته له هېواده بهر سفر وکړي.

 

د دې پرېکړې له عملي کیدو سره سم به په دغو هېواد کې پر ښځو د لګول شوو بندیزو له ډلې یو د پام وړ بندیز لرې او پر میرمنو به د نارینه واک را کم شي.

اوس مهال په سعودي عربستان کې د قانون له مخې یوه ښځه نشي کولای له ۲۱ کلن نارینه محرم څخه ماسیوا له هېواده بهر سفر وکړي، د دې  قانون د ختمولو لپاره حکومت یو پلاوی ټاکلی دی تر څو په دغه قانون کې ، چې له محرم پرته د د هېواد د باندې د ښځو په تګ بندیز لګول شوی، تعدیل راولي.

د بشري حقونو فعالین په سعودي عربستان کې د دې قانون د ختمولو لپاره له ډېر وخت راهیسي کار کوي.

https://avapress.com/vdcgu79qwak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته