دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 188482
د بدخشان پر لاجورد کان د طالبانو څارنې اندېښنې راپارولي
د مشرانو جرګې غړیو ویلي، چې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ له سقوط سره د لاجورد کان د طالبانو د تمویل پر ښې سرچینې اوښتی دی.

له هغې وروسته، چې طالبانو د بدخشان پر کران و منجان ولسوالۍ برید وکړ او د دې ولسوالۍ اداره یې بېرته ونیوله، ورسره سم د مشرانو جرګې د غړیو نیوکې او دا اندېښنه راوپاریدله، چې طالبان به د هېواد د لاجورد کان د خپل تمویل پر سرچینې واړوي.  
په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازي وایي، که حکومت تر ځمکې لاندې سرچینې د پاملرنې وړ ونه ګڼلې؛ ناوړې پایلې به رامنځته کړي.
په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازی کامل بیک حسیني وایي، چې د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالي طالبانو نیولې او د لاجورد کان هم په همدې ولسوالۍ کې دی. طالبان د ولسوالۍ پر نیولو سربېره کولی شي د خپلې مالي سرچینې په توګه له لاجورد ګټه پورته کړي.        
په مشرانو جرګه کې د دې ولایت استازې گلالۍ اکبري هم د دې ولسوالۍ نیول مني او وایي، چې د ولسوالۍ د سقوط پر مهال امنیتي ځواکونو ته مرسته ونه رسیده او طالبانو پرې خپله ولکه ټینګه کړه.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونه باید د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅې پیل کړي او که داسې ونشي، خاش ولسوالي به هم طالبان ونیسي.
د مشرانو جرګې رییس له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د کران و منجان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ او د پام وړ وګرځوي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار د دې ولسوالۍ نیول د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې امنیتي ځواکونه باید د ولسوالیو امنیت خوندي او د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړي. پرته لدې به په دې ولایت کې ستونزې پراخه شي.         
له دې مخکې هم اندېښنې وې، چې وسلوال مخالفان د خپلو جنګي لګښتونو ستره برخه له کانونو پوره کوي او د مشرانو جرګې غړي له همدې کبله له حکومت غواړي، چې د کانونو د امنیت ساتنې لپاره هڅې وکړي، پرته له دې به د هېواد کانونه لوټ شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg779qxak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته