دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 188485
غني: طالباني امارت افغانانو ته د منلو وړ نه دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، په افغانستان کې د پاکستان نااعلان شوې جګړه اوس هم دوام لري او په وینا ترهګر ډلې اوس هم په پاکستان کې پټنځایونه لري.

ولسمشر غني د ترکیې د نړیوالې خبري شبکې ټي آر ټي سره په مرکه کې د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل، چې طالباني امارت د افغانستان خلکو ته منلو وړ نه دی او ټینګار یې وکړ چې، سوله باید د جمهوریت په چوکاټ کې پلې شي نه د امارت.
ولسمشر غنی وویل: «هره هوکړه باید د جمهوري حکومت په چوکاټ کې ترسره شي، طالباني امارت نه ما او نه هم د افغانستان خلکو ته د منلو وړ دی.»
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې، د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې رسمې هوکړه بهله ولسمشریزو ټاکنو وروسته ترسره کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې، ولسمشریزو ټاکنو نه وړاندې به د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د سولې ابتدایي هوکړه وي او په وینا یې له ټاکنو مخکې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ کومه هوکړه کیږي؛ یوه ابتدایي هوکړه به وي او وروستۍ هوکړه به له ټاکنو وروسته کیږي.
نوموړي وویل: «د سولې هوکړه به د امریکا او طالبانو ترمنځ نه، بلکې د افغان دولت او طالبان ترمنځ دی. د سولې په برخه کې د امریکا یا نور هېوادونو هڅې د یوې ابتدایي هوکړې لپاره دي او له ټاکنو مخکې د سولې په چوکاټ باندې متمرکزې دي.»
ولسمشر غني ټاکنې د افغانستان لپاره یوه مهمه موضوع وبلله او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې ثبات یوازې د یوه دیموکراتیک نظام په چوکاټ کې رامنځته کېدای شي.
ولسمشر غني د لنډمهاله حکومت منځته راتګ رد کړ او ټینګار یې وکړ دا ډول حکومت هیڅ قانوني جنبه نه لري او په وینا یې د منځته راتګ لپاره یې هیڅ اړتیا نشته.
دې ته ورته ولسمشر غني د طالبانو هغه ادعا ته په اشارې چې، ګواکي دوی د افغانستان شاوخوا ۵۰ سلنه خاروه باندې تسلط لري، وویل طالبان یوازې ۲۲ ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د یادون وړ ده چې، ولسمشر غني یو ځل په ټینګار شره وویل چې، ترهګرې ډلې اوس هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او په افغانستان کې د پاکستان نااعلان شوې جګړه دوام لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjooeviuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته