دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 188486
ولسمشرغني د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء د جوړېدو فرمان صادر کړی
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د جوړېدو فرمان صادر کړی دی.

په فرمان کې راغلي،:” د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی”.
خبر پاڼه زیاتوي،:” د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي”.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaan6i49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته