دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 188499
جمهوررئیس غني د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي جنازې ته درناوی وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي جنازې ته، چې پرون په یوه تروریستي برید کې شهید شو، درناوی وکړ.
جمهوررئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن د هیواد هغه رښتینی او خدمتګار بچی خاورو ته سپارو، چې خپل ځان یې د هیواد دفاع او د نظام ساتنې ته وقف کړی و، خو ذلیل دښمن په شهادت ورساوه.
جمهوررئیس وویل، د شهید احمدزي د شهادت له امله د ده درنې او غمجنې کورنۍ ته چې خپل دویم ځوی هم د هیواد د خدمت په لاره کې قرباني کوي او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان خلکوته تسلیت وایم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ ژمنه داده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسوولینو له لوري پر وخت رسیدګي کېږي او د شهید احمدزي اولادونه به د خپل شهید پلار د متانت، زړورتیا او اعتماد هغه ځای چې نن خالي دی ، په ویاړ سره ډک کړي.
ورپسې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي د کورنۍ په استازیتوب د هغه ورور او د کوچیانو چارو د انسجام عمومي رئیس استاد حبیب الرحمن د جمهوررئیس او ټولو له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، موږ له هیچا سره کومه شخصي ستونزه نه لرو او څومره قربانۍ مو چې ورکړي دا د نظام د بقا او د وطن د سرلوړۍ لپاره دي او زموږ د وطنپالنې ارادې به همداسې پیاوړې وي.
وروسته جمهور رئیس غني تر نظامي توپ پورې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د لېږد په مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceov8zojh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته