دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 188504
یو تن سیک هم وطن ځمکه د غاصبینو څخه وژغورل شو
ننګرهار کې سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د غاصبینو څخه د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه بېرته ورسپارل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ عطاءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې په دی اړه وویل: د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل په امر، د څو کالو وروسته د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه چی د سره رود ولسوالی آدم خیل سیمه کې د غاصبینو له لوری غصب شوی وو، د هغوی څخه بېرته نیول شوی او خپل اصلی صاحب ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند ددی ځمکو بېرته سپارل کیدل و خپل صاحب ته په ننګرهار کې د عدالت او قانون تطبیق یو نشانه وبلل.
همدارنګه سیک هم وطن د ننګرهار چارواکو هڅو څخه ستاینه وکړه.
یادولو وړ دی چی سیک هم وطن لسګونه کورنۍ د ننګرهار په ولایت کې اوسیږی. دا هیواد وال هم اخیرو څو لسیزو کې د ناامنی، تبعیضونو او قانون ماتونو څخه زیانمن شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbgwb8arhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته