کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو تن سیک هم وطن ځمکه د غاصبینو څخه وژغورل شو

26 سرطان 1398 ساعت 13:26

ننګرهار کې سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د غاصبینو څخه د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه بېرته ورسپارل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره؛ عطاءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند د آوا سره په مصاحبه کې په دی اړه وویل: د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل په امر، د څو کالو وروسته د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه چی د سره رود ولسوالی آدم خیل سیمه کې د غاصبینو له لوری غصب شوی وو، د هغوی څخه بېرته نیول شوی او خپل اصلی صاحب ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند ددی ځمکو بېرته سپارل کیدل و خپل صاحب ته په ننګرهار کې د عدالت او قانون تطبیق یو نشانه وبلل.
همدارنګه سیک هم وطن د ننګرهار چارواکو هڅو څخه ستاینه وکړه.
یادولو وړ دی چی سیک هم وطن لسګونه کورنۍ د ننګرهار په ولایت کې اوسیږی. دا هیواد وال هم اخیرو څو لسیزو کې د ناامنی، تبعیضونو او قانون ماتونو څخه زیانمن شوی دی.
 


د مطلب کود: 188504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188504/یو-تن-سیک-هم-وطن-ځمکه-د-غاصبینو-څخه-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com