دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 188505
فاریاب ولایت کې د طالبانو یو مهم قومندان د مولوي جندالله په ګډون ۱۸ تنه وسله وال وژل شوی
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کومانډو ځواکونو په مشرۍ د ځانګړو عملیاتو پرمهال د طالبانو مهم قومندان مولوي جندالله په ګډون ۱۸ وسله وال یې وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

 

دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې، دغه عملیات د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې د مولوي جندالله په مرکز  تر سره شوي چې په پایله کې یې دغه شمېر وسله وال طالبان د یاد برجسته قومندان په شمول وژل شوي دي.

https://avapress.com/vdccx4qsp2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته