کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب ولایت کې د طالبانو یو مهم قومندان د مولوي جندالله په ګډون ۱۸ تنه وسله وال وژل شوی

26 سرطان 1398 ساعت 13:29

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کومانډو ځواکونو په مشرۍ د ځانګړو عملیاتو پرمهال د طالبانو مهم قومندان مولوي جندالله په ګډون ۱۸ وسله وال یې وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.


 

دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې، دغه عملیات د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې د مولوي جندالله په مرکز  تر سره شوي چې په پایله کې یې دغه شمېر وسله وال طالبان د یاد برجسته قومندان په شمول وژل شوي دي.


د مطلب کود: 188505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188505/فاریاب-ولایت-کې-د-طالبانو-یو-مهم-قومندان-مولوي-جندالله-په-ګډون-۱۸-تنه-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com