دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 188530
بادغیس ولایت کې طالبانو باندی ځمکني او هوایی بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوی
دفاع وزارت وایي د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو پر کرښو او قرارګاوو هوایي او ځمکني بریدونه کړي چې پر مهال د دې ترهګرې ډلې ۳۰ تنه جنګیالي وژل شوي او ۳۲ تنه ټپیان دي.
 
ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وسله والو ترهګرو ته د دې درنې مرګ ژوبلې د ور اوښتو خبر ور کړی دی.
خبر پانه زیاتوي چې د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ د بشپړې تصفیې لپاره هوایي او ځمکني عملیات لا دوام لري.
د فاع وزارت په دغو عملیاتو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو پخواني استازي قاضی عبدالرحیم رهین په ابکمري کې د جګړې د پخلي تر څنګ ویلي چې دواړو اړخونو ته په دې جګړه کې درانه زیانونه اوښتي دي.
د بادغیس والی عبدالغفور ملکزی په دی اړه رسنیو ته وویل چی لومړنیو معلوماتو په اساس په دی جګړو کې ۲۵ کماندو ځواکونه په شهادت رسیدلی دی.
ښاغلي رهین په دی اړه رسنیو ته وویل چې له اراضي سره د نه بلدتیا له کبله په دې ځنګلي سیمه کې تېرې شوې جګړې د هېواد کمانډو ځواکونو ته هم درانه تلفات ور اړولي دي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند رسنیو ته په یوې لیږلې خبر پاڼه کې د بادغیس ابکمري ولسوالۍ جګړې کې د لسګونه افغان کومانډویانو د وژل کیدو اعاد کړې ده.
https://avapress.com/vdcaean6w49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته