کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفیر: د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې په ټاکنیزو مبارزو کې له دولتي سرچینو ګټه نه اخلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سرطان 1398 ساعت 9:11

د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د امریکا سفیر جان بس له قوله ویل شوي، د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه یې غوښته داده چې په انتخاباتي منډو ترړو کې دې له دولتي امکاناتو څخه کار نه اخلي.



ده وویل: ” زه لکه یو افغان د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه هېله لرم چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي سرچینو څخه ګټه پورته نکړي ځکه دوي د افغانستان قوانینو له دې کار څخه منع کړي دي”.
دغه راز کابل کې د امریکا سفارت، د افغانستان د ولسمشرۍ د را روانو ټاکنو لپاره د بودجې د تامین هر کلی کړی او په دې اعلامیه کې یې د ټاکنو له بهیر سره د ۲۹ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
د سفارت له لوري په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ډېرو کارکونکو استخدام، د بیومتریک دستګاوو تیارول او په دې برخه کې د کارکونکو روزونه د سمو او رڼو ټاکنو لپاره حیاتي نقش لري.
 


د مطلب کود: 188548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188548/د-امریکا-سفیر-ولسمشریزو-ټاکنو-نوماندان-دې-په-ټاکنیزو-مبارزو-کې-له-دولتي-سرچینو-ګټه-نه-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com