دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 188602
کندهار تېرې ورځې برید د پاکستان څخه رهبری کېده
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د تېرې ورځې حمله د پاکستان له چمن سیمې رهبري کېدله.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د ثبت شوي غږ له مخې ادعا کوي چې د کندهار ښار د تېرې ورځې حمله د پاکستان د چمن له سیمې طرحه شوی ده.
ملي امنیت وايي چې د دغې حملې په جریان کې حمله کوونکي په منظم شکل له پاکستانه د ملا اغا په نوم د یوه کس له خوا سوق او رهبري کېدل.
د ملي امنیت په وینا، دا د خبرو هغه برخه ده چې حمله کوونکي د ټيلیفون له لارې له چمن لارښونه اخلي.

د ملي امنیت په خبر پاڼه کې راغلي: د ترورېستانو او د دغې حملې د عاملینو او امرانو ترمنځ د خبرو جریان، یو داسې سند دی چې پاکستان ترې انکار نه شي کولای، دا په ډاګه کوي چې د ترورېستانو فعالیت او رهبري له کرښې ها خوا له پاکستانه کېږي.
طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د کندهار په ګډون ټولې حملې په افغانستان کې دننه طرحه او پلانېږي.
تېره ورځ ناوخته د کندهار د امنیې قوماندانۍ په وره کې موټربم چاودونه او وروسته وسله واله حمله وشوه چې شااوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ.
طالبانو د حملې مسؤلیت منلی او ادعا کوي چې کسان یې امنیې قوماندانۍ ته ننوتي او زیات امنیتي منسوبین یې وژلي او ټپیان کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcawan6u49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته