دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 188636
امریکایي چارواکي: امریکا ته د عمران خان سفر د پاکستان لپاره یوه موقع ده
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن دوشنبه د یوه ۵ ورځني په موخه واشنګټن ته سفر وکړي او د دغه هېواد له پوځي او سیاسي مشرانو سره له لیدنې سربیره به د روانې میاشتې په ۲۲ مه نېټه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

هندي رسنۍ د لوړ پوړو امریکایي چارواکو له خولې لیکي چې، امریکا به په عمران خان فشار راوړي چې ترهګرو ډلو پرضد پرېکنده او رغنده ګامونه واخلي او د افغان حکومت او سله والو طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې ته لاره هواره کړي.
یوه لوړ پوړې امریکايي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې رسنیو ته وویل: « د عمران خان سفر د پاکستان لپاره یوه موقع ده چې، پر طالبانو له خپل ټول نفوذ نه په استفادې د افغانستان سولې په پروسه کې پرمختګ رامنځته کړي. مونږ په پاکستان باندې د افغان سولې بهیر کې د مرستې لپاره غږ کوو.»
امریکایي چارواکي د پاکستان او امریکا وروستیو اړیکو ته په اشارې وایي، پاکستان اوس هم وخت لري چې اړېکې بېرته ورغوي.
هندي رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله لیکي، که چیرې پاکستان د ترهګرو پر ضد په خپلو پالیسو کې بدلون راولي، اړېکې بیرته رغېدلای شي؛ د اړېکو د بیارغولو لپاره زمونږ «دروازې خلاصې» دي.
هندۍ رسنۍ د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله لیکي: «ولسمشر ټرمپ به تر دېره دې لیواله وي چې پاکستان وهڅوي تر څو د افغان سولې بهیر کې مرسته وکړي، په پاکستان به فشار راړول شي چې د افغان سولې بهیر کې هڅې نورې هم پیاوړې کړي او د هېواد په ننه کې ترهګرو وځپي. مونږ له پاکستان نه غواړو چې د دایمي اوربند او بین الافغاني خبرو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.»
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx6nz-23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته