د افغانستان په سوېل کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو منځ کې موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
کندهار کې د وسله والو طالبانو منځ کې موټر بم چاودنه شوې
29 سرطان 1398 ساعت 13:21
د افغانستان په سوېل کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو منځ کې موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې پېښه د کندهار ولایت په میوند ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې چې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یاد وسله وال د مس عینک په کلی کې د موټر بم پر جوړولو بوخت ول.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 188639