دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 188639
د افغانستان په سوېل کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو منځ کې موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې پېښه د کندهار ولایت په میوند ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې چې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یاد وسله وال د مس عینک په کلی کې د موټر بم پر جوړولو بوخت ول.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcaean6o49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته