کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې د رهبري شوي توغندي په وسیله راکټي برید لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

29 سرطان 1398 ساعت 13:25

د افغانستان په ارزګان ولایت کې د رهبري شوي توغندي په وسیله راکټي برید لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



په سوېل کې د ملي پوځ ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالی کې د رهبري شوي توغندي په وسیله راکټي برید ترسره کړی چې له امله یې د دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې د دولت ضد ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغه برید کې د وسله والو یو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودیدونکې توکې هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 188640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188640/ارزګان-کې-د-رهبري-شوي-توغندي-په-وسیله-راکټي-برید-لسګونو-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com