دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 188640
د افغانستان په ارزګان ولایت کې د رهبري شوي توغندي په وسیله راکټي برید لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په سوېل کې د ملي پوځ ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالی کې د رهبري شوي توغندي په وسیله راکټي برید ترسره کړی چې له امله یې د دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې د دولت ضد ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغه برید کې د وسله والو یو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودیدونکې توکې هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcc04qsx2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته