دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 188641
یوازې په سرطان میاشت کې له ۶۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې د سرطان یا چنګاښ په میاشت کې له شپږ سوه زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ډله وايي، د روان لمریز کال د سرطان میاشت یوه خونړۍ میاشت وه او په دغه میاشت کې په جګړو، عملیاتو او انتحاري حملو کې ګڼو بې ګناه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغې ډلې مشر عزیز احمد تسل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي او د جګړې ښکېلې خواوې په ملکیانو رحم ونه کړي، ناوړه پایلې به ولري.

ده وویل: په روانه میاشت کې د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه شوې، له بل هر وخت دغه میاشت خونړۍ وه چې ډېر بې ګناه انسانان په کې ووژل شول، که جګړه همداسې روانه وي او د جګړې دواړه خواوې په ملکیانو باندې رحم ونه کړي، دا به ناوړه عواقب ولري، موږ دغه پېښې چې له مخې یې په عملیاتو او یا انتحاري حملو کې خلک وژل کېږي، غندو، شااوخوا ۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۰۰ تنه په کې وژل شوي دي.
ښاغلی تسل وايي، دا مرګ ژوبله تر ډېره د وسله‌ والو طالبانو د بمي چاودنو، انتحاري حملو او د افغان ځواکونو د هوايي حملو او د شپې عملیاتو له امله رامنځته شوې ده.
د سرطان په میاشت کې وسله والو طالبانو په کابل، کندهار او غزني ولایتونو کې حملې وکړې چې تر ډېره په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه شان په دې میاشت کې په بغلان، لوګر، میدان وردګ او ارزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي حملو کې هم ملیکانو ته تلفات اوښتي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملکي تلفاتو د کچې کموالی یې په لوموړیتوبونو کې دی او په دې برخه کې جدي دي، خو د ملکي تلفاتو د زیاتوالي د مسؤلیت ګوته وسله والو طالبانو ته نیسي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: په ډېرو کمو مواردو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ملکیانو ته تلفات اوښتي، دغې ستونزې ته مو رسیده ګي کړې او هڅه کوو چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راښکته کړو، دا د دفاع وزارت په جدي لومویتوبونو کې ځای لري.
وسله وال طالبان که څه هم ملکي کسانو ته په انتحاري حملو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې پړه پر افغان ځواکونو اچولې.
د روان لمریز کال د سرطان په میاشت کې چې نن یې نهه ویشتمه نېټه ده، د ملکي مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړېږي چې همدا میاشت قطر د سولې د بین الافغاني ناستې کوربه و.
د دغې ناستې په پرېکړه لیک کې چې د نوموړي هېواد په دوحه کې وشوه، راغلي چې د جګړې ښکېلې خواوې به د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره په ملکي ځایونو حملې نه کوي.
 
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdcdoj0ffyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته