د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری د غزنی والی ویاند وایی: تراوسه رسنۍ او غزنی سیمه ییز رادیو ګانی د طالبانو له لوری کوم خبرداری او یا ګواښ د نشراتو قطع کیدو لپاره نه دی ترلاسه کړي او واځي سما راډیو څو ورځی مخکې د شخصی دښمنیو له امله د نشرانو قطع کیدو لپاره خبرداری ورکړ شوی وو.
نوری زیاته کړه چی که طالبان رسنیو ته ګواښ ته اقدام وکړی باید ټول رسنۍ ته خبرداری ورکړی نه یواځی رادیو سما ته.
هغه خبر ورکړی چی په دی قضیه کې یو تن د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
د غزنی والی ویاند په وینا همدا اوس ۳۶ داخلی او بین المللی رسنۍ، ۸ رادیو ګانی او خصوصی تلویزیونی شبکه په غزنی کې نشرات لری.