کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی والی ویاند:

رسنۍ غزنی کې نه دی ګواښل شوي / «سما» رادیو ګواښ د شخصی خصومتونو له امله وو

29 سرطان 1398 ساعت 14:38

غزنی سیمه ییز چارواکی او طالبانو ویاند غزنی سیمه ییز رسنیو ګواښونه رد کړي او غزنی سیمه ییز چارواکې ادعا لری چی یو سیمه ییز رادیو په دی ولایت کې د شخصی دښمنیو له امله ګواښل شوی دی او یو کس په اړه نیول شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، عارف نوری د غزنی والی ویاند وایی: تراوسه رسنۍ او غزنی سیمه ییز رادیو ګانی د طالبانو له لوری کوم خبرداری او یا ګواښ د نشراتو قطع کیدو لپاره نه دی ترلاسه کړي او واځي سما راډیو څو ورځی مخکې د شخصی دښمنیو له امله د نشرانو قطع کیدو لپاره خبرداری ورکړ شوی وو.
نوری زیاته کړه چی که طالبان رسنیو ته ګواښ ته اقدام وکړی باید ټول رسنۍ ته خبرداری ورکړی نه یواځی رادیو سما ته.
هغه خبر ورکړی چی په دی قضیه کې یو تن د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
د غزنی والی ویاند په وینا همدا اوس ۳۶ داخلی او بین المللی رسنۍ، ۸ رادیو ګانی او خصوصی تلویزیونی شبکه په غزنی کې نشرات لری.
 


د مطلب کود: 188646

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188646/رسنۍ-غزنی-کې-نه-دی-ګواښل-شوي-سما-رادیو-ګواښ-د-شخصی-خصومتونو-له-امله-وو

آوا
  https://www.avapress.com