کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سرطان 1398 ساعت 16:13

د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په افغانستان کې به د کرني، کانونو، ترانسپورت او انرژۍ د تولید په برخه کې خپله پانګو نه نوره هم پراخه کړي.



په کابل کې د آسیا پراختیايي بانک مسوولین وايي، چې دغه بانک په افغانستان کې له بېلابېلو اقتصادي پروژو ملاتړ کړی، چې ښکاره بېلګې یې د افغانستان د برښنا د لیږد پر لین غزولو، برښنا تولید، د کانونو پر استخراج، د کرني او ترانسپورت په برخوکې ۳،۸ میلیارد دالر لګولي دي او دغه لړۍ او له اقتصادي پروژو به نور هم روان وساتل شي.
په کابل کې د آسیا پراختیايي بانک رییس سمول تومیواویلي، چې د آسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې پر بېلابېلو اقتصادي پروژو څه باندي درې اعشاریه اته میلیارد دالر لګولي او دغه لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده او دا پروسه به په راتلونکيو کلونو کې هم روانه وساتل شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم په افغانستان کې د اقتصادي پروژو په پلي کولو کې د آسیا پراختیا يي بانک مالي مرسته او همکاري خوره مهمه بولي او وايي؛ دغه پروژې کولی شي، چې د هېواد په اقتصادي کې مثبت رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي؛ مونږ په ټولو هغو عناصرو کې، چې دوی ترې یادونه کړي؛ پانګونه مهمه او د هېواد پخیر بولو او حکومتونه باید دې پروژه ته پلانونه جوړ کړي.
د یادونې ده، چې د آسیا پراختیا يي بانک په ټول افغانستان کې له اقتصادي او بېخبنایي پروژو ملاتړ کړی او غوره پایلې هم درلودلې دي.
 


د مطلب کود: 188655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188655/د-آسیا-پراختیایي-بانک-له-اقتصادي-پروژو-څخه-ملاتړ-ډاډ-څرګند-کړ

آوا
  https://www.avapress.com