کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې یو شمېر معترضو ښځینه کاندیدانو په یوه نوې بڼه خپل اعتراض بیا پیل کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سرطان 1398 ساعت 16:21

د ولسي جرګې د انتخاباتو یو شمېر معترضو کاندیدانو یو ځل بیا په اعتراض لاس پورې کړ او وايي چې په یادو انتخاباتو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي.



د ولسي جرګې د انتخاباتو یو شمېر معترضو ښځینه کاندیدانو یو ځل بیا د خپل عتراض غږ پورته وکړ، خو داځل په یوه بله بڼه.
دوې چې د شنبې په ورځ یې تور کالي اغوستي، له لاسونو یې ځنځیرونه تاو او له یوې پرته نورو ټولو یې په شونډو پلستر لګولی، وايي چې تر اوسه هم د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی.
د دغو کاندیدانو له ډلې فرزانه فرهمند وايي: ځانونه مو له دې امله په پنجرو کې بند کړل چې په دې هېواد کې د بیان ازادي نه شته او چاته د اعتراض حق نه ورکول کېږي، موږ ځانونه په پنجره کې بند کړل چې بندیانې یوو، په ځنځیرونو مو ځانونه وتړل او پر خولو مو پلستر ولګاوه چې د بیان ازادي زندۍ شوې او موږ غږ پورته کولو ته نه پرېږدي او د ځنځیر معنی دا ده چې پښې مو ټړلې دي.
د افغانستان له دولسو ولایتونو دغو معترضو ښځینه کاندیدانو څلور میاشتې مخکې وروسته له هغې د کابل په زنبق څلور لاري کې ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ ته نږدې د اعتراض خېمه ووهله چې د ولسي جرګې په بریالیو کاندیدانو کې رانغلې.
دوی وايي، داسې اسناد په واک کې لري چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پراخه درغلي په ګوته کوي.
دوی چې شمېر یې۱۲ ته رسېږي، پر خپلو موټرو یې تابوتونه هم ایښې دي.
مېرمن فرهمند چې د نورو په استازیتوب یې خبرې کولې، پر موټرو یې د تابوتونو د ایښودلو هدف داسې بیان کړ: د ډموکراسۍ، عدالت، اساسي قانون او د انتخاباتي کمېسیونو تابوتونه چې مسؤل دي او د انتخاباتو د قانون تابوت چې نقض شوي دي، نن مو دغه تابوتونه جوړ کړل، زموږ دغه حرکت ممکن یو کال یا پنځه کاله دوام وکړي او یوځای به ځانونو ته اور واچوو.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت نظر ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره هم بریالي نه شو.
دغو معترضو کاندیدانو د تېر اعتراض پرمهال څلورو یې شونډې کڼدلې وې او د نه خوړو اعتصاب یې کړی و.
امنیتي ارګانونو شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د دغو متعرضینو خېمه د زنبق له څلورلاري لېرې کړې وه.

د دغو معترضو کاندیدانو ځینو ویلي وو چې د کابل پولیسو ورته خبرداری ورکړی چې یوه ځان وژونکي د معترضینو پر خېمې د حملې نیت درلود، له دې امله دغه اعتراض باید پای ته ورسېږي.
د ولسي جرګې انتخابات د تېر کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول او نتیجه یې په دې دلیل چې درغلۍ په کې وې، له څو میاشتو وروسته اعلان شوه چې له پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سره مخ شوه.
 


د مطلب کود: 188656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188656/د-ولسي-جرګې-یو-شمېر-معترضو-ښځینه-کاندیدانو-په-یوه-نوې-بڼه-خپل-اعتراض-بیا-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com