دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 188697
د ولسي جرګې معترضو نوماندانو د ځان سوځولو پرېکړه کړې
د ولسي جرګې اعتراص کوونکیو نوماندانو ویلي، که یې حکومت اعتراض وانوري؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته به ځان وسوځوي.

د ولسي جرګې د ټاکنو معترض نوماندان د خپلو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې نه مني او څو میاشتې کیږي، چې د عدالت غوښتنې لپاره واټونو ته را وتلي؛ خو دا ځل یې په تړلیو لاسونو او تړلیو خولو تورې جامې پر تن، ځانونه یې په قفس کې بندیان کړي او د کابل پر سړکونو وګرځېدل او د اعتراض په بڼه یې ان د دیموکراسۍ او قانون تابوتونه پورته کړل.
د ولسي جرګې د ټاکنو معترضه نومانده فرزانه فرهمند وایي، چې  د عدالت غوښتنې پر غږ برید شوی؛ نن مو ځانونه په قفص کې اچولي، تړلي او پر خولو مو پلستر لګولی دی.         
د ولسي جرګې د ټاکنو معترضه نومانده هیله مجتبی وایي، چې مونږ نن اړ شوي یو، چې په افغانستان کې دیموکراسې ښخه کړو؛ ځکه دوی مونږ ته اجازه رانکړه، چې خپل غږ پورته کړو او دوی د بیان آزادي ووژله.            
ځینې خبرداری ورکوي، چې که یې حکومت غوښتنې وانوري، ځانونو ته به اور ورته کړي.
د ولسي جرګې ټاکنو معترضه نومانده ‌ډیوه نیازۍ وایي، چې که بیا مو هم غږ وانوریدل شي او حق حقدار ته ونه سپارل شي؛ پرېکړه موداده، چې یو – یو ګیلن تېل به د ارګ مخې ته پر ځان راواړوو او ځانونه به وسوځوو.              
حکومت تر دې دمه د اعتراض کوونکیو د څرګندونو په اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې ده.
که څه هم ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې د روڼتیا رامنځته کولو په خاطر بایومتریک سیستم وکاراوه؛ خو څارونکي وایي، د روڼتیا نشتوالي له کبله یې پایلې هم له ننګونو سره مخ وې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceov8zfjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته