ولسي جرګې د شنبې د ورځې( د چنګاښ ۲۹) په عمومي غونډه کې پر امنیت، سولې او ټاکنو خبرې وکړې. د جرګې ډېرو غړیو د ناامنیو پر زیاتیدو اندېښنه وښوده او څرګنده شوه، چې د بیت المال پیسې په ټاکنیزو کمپاینونو کې لګول کیږي او حکومت د امنیت ټينګښت ته پام نکوي.
په ولسي جرګه کې د زابل استازی حمیدالله توخي وایي، چې ولې د کمپاین لګښتونه په امنیتي برخه کې نه لګول کیږي، چې ناروا کمپاینونه پرې پیل شوي او بودجه لګول کیږي. دا د ملت پیسې دي، ستا ځانګړې پیسې ندي، چې لګوي یې.
په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی محمد عالم ساعي وایي، چې له بیا الماله د یوه ځانګړي نوماند په ګټه کار اخیستل کیږي او د افغانستان د ګمرکونو عواید یې له کسر سره مخ کړي دي. ولې د دې کار مخه نه نیول کیږي.
ځينې نور بیا وايي، چې د جګړې مدیریت د داسې قومندانانو په غاړه دی، چې د جګړې هیڅ تجربه نلري؛ نو، ځکه تلفات د پام وړ ډېرشوي دي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد وایي، چې په امنیتي څوکیو کې هغه کسان ټاکل شوي، چې د جګړې تجربه نلري او له همدې کبله ځاني زیانونه وررسیږي.
په ولسي جرګه کې د پنجشیر استازی زلمی نوري وایي؛ په ولایتونو کې پر امنیتي څوکیو ګومارنو ناامنۍ رامنځته کړي، چې دا قومي بڼه لري.
د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني هم پر روانو ناامنیو اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ، چې امنیتي مسوولین به د پوښتنو لپاره استجواب کړي.
په دې وروستیو کې د جګړې پر ډېریدو او ولسي تلفاتو سربیره د افغان پوځ تلفات هم د پام وړ ډېر شوي، چې تازه بېلګه یې د کوماندو ځواکونو وژل کیدل دي. یوازې په بادغیس ولایت کې له دېرش ډېر کوماندو سرتېري د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې ووژل شول.