دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 188702
چارواکي: غزني کې د طالبانو تش په نوم د استخباراتو مسوول وژل شوی
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ددغې ولایت لپاره د طالبانو د تش په نوم استخباراتي مسوول په شمول ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د غزنۍ ولایت مقام رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول صاحب خان مشهور په سلیمان په شمول ددغې ډلې دیارلس اورپکې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه پاکستان اتباع هم شامل دي.
دې ته ورته د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، ځانګړو افغان ځواکونو د دغه ولایت په تګاپ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ددغې ډلې د مهماتو یوه مهمه ډیپو کشف او له منځه تللې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgwb85rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته