کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: غزني کې د طالبانو تش په نوم د استخباراتو مسوول وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سرطان 1398 ساعت 9:43

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ددغې ولایت لپاره د طالبانو د تش په نوم استخباراتي مسوول په شمول ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.



د غزنۍ ولایت مقام رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول صاحب خان مشهور په سلیمان په شمول ددغې ډلې دیارلس اورپکې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه پاکستان اتباع هم شامل دي.
دې ته ورته د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، ځانګړو افغان ځواکونو د دغه ولایت په تګاپ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ددغې ډلې د مهماتو یوه مهمه ډیپو کشف او له منځه تللې ده.
 


د مطلب کود: 188702

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188702/چارواکي-غزني-کې-د-طالبانو-تش-په-نوم-استخباراتو-مسوول-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com