دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 188714
بهرنیو ځواکونه لسګونه وسله وال شوراوک ولسوالی تر هوایی برید لاندی ونیول
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وایي بهرنیو ځواکونو هغه لسګونه وسله وال تر هوایي برید لاندې ونیول چې په لنډکروزر موټرونو کې یې ښوراک ولسوالی ته راغلي وو.

جنرال تادین په یوه بیان کې ویلي: د جمعې په ورځ شاوخواه شپږ بجې د کندهار د ښوراوک ولسوالۍ د ګلستان درې په سیمه کې ایساف ځواکونو هغه ترهګر تر هوايي برید لاندې نیولي، چې خپله دوو مرکزونو ته په لنډکروز موټرونو کې راغلي وو.
نوموړی دا هم وویل، چې دې حمله کې ۲۷ ترهګر ووژل شول او ۱۸ نور مرګوني ټپیان شول.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcezv8zejh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته