کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د وژل شوې ماشومې مهسا تښتونکي او قاتلین په ۳۰–۳۰ کاله بند محکوم شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سرطان 1398 ساعت 12:36

په کابل کې د شپږکلنې وژل شوې ماشومې مهسا تښتونکو او قاتلین نن د یکشنبې د استناف د سترې محکمې له‌خوا په دېرش – دېرش کاله بند محکوم شول.



سجاد اغا او روح الله د ابتدایه محکمې له‌خوا هم په دېرش – دېرش کاله بند محکوم شوي وو.
په یادو دوو کسانو دا تور دی چې افغان ماشومه مهسا یې د تېر لمریزکال د حوت په ۱۹مه نېټه په کابل تښتولې او د موظف څارنووال په وینا، له تښتولو یوه ورځ وروسته یې د دستمال په وسیله وژلې او جسد يې په یوه ویاله کې اچول و.
په ورته وخت کې د افغانستان د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي بیا نن د استناف د محکمې له‌خوا برأت ترلاسه کړ.
نوموړی د خپل وزارت پر مهال په اداري فساد تورن ګڼل شوی و.
د یادونې ده چې د ماشومې مهسا وژونکو ته د استناف محکمې له‌خوا د فرجام غوښتنې حق ورکړل شوی دی.
 


د مطلب کود: 188720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188720/کابل-کې-د-وژل-شوې-ماشومې-مهسا-تښتونکي-او-قاتلین-په-۳۰-کاله-بند-محکوم-شول

آوا
  https://www.avapress.com