دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 188720
کابل کې د وژل شوې ماشومې مهسا تښتونکي او قاتلین په ۳۰–۳۰ کاله بند محکوم شول
په کابل کې د شپږکلنې وژل شوې ماشومې مهسا تښتونکو او قاتلین نن د یکشنبې د استناف د سترې محکمې له‌خوا په دېرش – دېرش کاله بند محکوم شول.

سجاد اغا او روح الله د ابتدایه محکمې له‌خوا هم په دېرش – دېرش کاله بند محکوم شوي وو.
په یادو دوو کسانو دا تور دی چې افغان ماشومه مهسا یې د تېر لمریزکال د حوت په ۱۹مه نېټه په کابل تښتولې او د موظف څارنووال په وینا، له تښتولو یوه ورځ وروسته یې د دستمال په وسیله وژلې او جسد يې په یوه ویاله کې اچول و.
په ورته وخت کې د افغانستان د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي بیا نن د استناف د محکمې له‌خوا برأت ترلاسه کړ.
نوموړی د خپل وزارت پر مهال په اداري فساد تورن ګڼل شوی و.
د یادونې ده چې د ماشومې مهسا وژونکو ته د استناف محکمې له‌خوا د فرجام غوښتنې حق ورکړل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5wb8grhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته