دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 188745
د امریکایۍ ماډلې ادعا؛ د عبدالرحیم وردګ زوی پرې جنسي تېری کړی
یوه امریکایۍ ماډله سارا ګولډن، ادعا کوي چې حامد وردګ د افغانستان د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ زوی پرې جنسي تېری کړی دی.

دغې ماډلې «نیویارک پُسټ» ورځپاڼې ته ویلي چې حامد وردګ له هغې وروسته چې دې یې د واده غوښتنه رد کړه پر هغې تېری وکړ.
ساراګولډن حامد وردګ یې تورن کړی چې په ۲۰۱۸ز کال کې، د یوه سفر په لړ کې دوه ځله یې پر هغې برید وکړ او وروسته یې دې نجلۍ ته ویلي و، چې څوک به یې په خبرو باور ونه کړي.
دغې ۲۹ کلنې ماډلې، د نیویارک منهټن سیمه کې فډرال محکمې کې د حامد وردګ په خلاف شکایت ثبت کړی دی.
حامد وردګ، د امریکا د جورج ټاون پوهنتون څخه فارغ التحصیل دی. د حامد وردګ مدافع وکیل د دغې ماډلې ادعا ناسم بولي او هغه د امریکا د کډوالۍ ضد اوسني سیاسي چاپېریال څخه په ناوړه استفادې تورن وي.
حامد وردګ په ۲۰۰۹ز کال کې د یوه ۳۶۰ مېلیون ډالري تړون ګډونکی شوی و، چې دا تړون افغانستان ته د امریکايي پوځي تجهیزاتو لېږد و.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5vazwt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته