عبدالرزاق وحیدي چې په وري میاشت کې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په یوه غیابي محکمه کې مالیې وزارت کې د خپل کاري پېر پر مهال له خپلو واکونو په ناوړه استفادې مجرم پېژندل شوی و. هغه له هغې مودې تراوسه بندي و.
ښاغلی وحیدي له دې مخکې چې د مخابراتو وزارت مسوولیت ترلاسه کړي، د مالیې وزارت مرستیال و.
د ښاغلي وحیدي د استیناف محاکمې لومړۍ ورځ تېره ورځ (شنبې د چنګاښ په ۲۹مه) وه، خو د دغې محکمې پرېکړه د نن لپاره پاتې شوې وه.
له دې مخکې عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت پرمهال د مېلیونونه افغانیو په حیف او میل تورن و او ولسمشر غني هغه د دغو تورونو په تړاو د مخابراتو له وزارته ګوښه کړ.
خو تېر کال د مرغومې په میاشت کې، هغه د دغې قضیې په تړاو د وزیرانو له ځانګړې محکمې سپين ختلی و.