کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابراتو پخوانی وزیر استیناف محکمه سپين وباله

30 سرطان 1398 ساعت 18:33

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د استیناف محاکمې په دویمه ورځ چې نن (یکشنبې چنګاښ په ۳۰مه) جوړه شوې وه، له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د محکمې له خوا سپين وبلل شو.



عبدالرزاق وحیدي چې په وري میاشت کې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په یوه غیابي محکمه کې مالیې وزارت کې د خپل کاري پېر پر مهال له خپلو واکونو په ناوړه استفادې مجرم پېژندل شوی و. هغه له هغې مودې تراوسه بندي و. 
ښاغلی وحیدي له دې مخکې چې د مخابراتو وزارت مسوولیت ترلاسه کړي، د مالیې وزارت مرستیال و.
د ښاغلي وحیدي د استیناف محاکمې لومړۍ ورځ تېره ورځ (شنبې د چنګاښ په ۲۹مه) وه، خو د دغې محکمې پرېکړه د نن لپاره پاتې شوې وه.
له دې مخکې عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت پرمهال د مېلیونونه افغانیو په حیف او میل  تورن و او ولسمشر غني هغه د دغو تورونو په تړاو د مخابراتو له وزارته ګوښه کړ.
خو تېر کال د مرغومې په میاشت کې، هغه د دغې قضیې په تړاو د وزیرانو له ځانګړې محکمې سپين ختلی و.
 


د مطلب کود: 188746

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188746/د-مخابراتو-پخوانی-وزیر-استیناف-محکمه-سپين-وباله

آوا
  https://www.avapress.com