د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي بیګاه شپه ازادي راډیو ته وویل، د لازمې همغږۍ د نشتوالي په خاطر نړیوالو ځواکونو او افغان کمنډویانو پل علم ښار ته نږدې وړمه شپه د افغان سیمهییزو پولیسو پوسته هدف ګرځولې ده.
دی وايي: "ایساف ځواکونه «بهرني ځواکونه» همدا راز کمانډو ځواکونه هم ورسره وو. دوی زموږ په یوې امنیتي پوستې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي. یو تن زموږ سیمهییز پولیس شهید شوی او همدا راز درې تنه نور ټپیان دي. د داسې عملیاتو ستونزه دا ده چې دوی د لوګر امنیتي رهبري په جریان کې نه پریږدي او له دوی سره عملیات نه شریکوي."
افغان کمانډو ځواکونو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو پوځیانو په لوګر کې د دغو عملیاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)