دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 188773
لوګر کې د امنیتي ځواکونو هوايي برید کې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي
د لوګر ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، دغه هوايي برید د یکشنبې په شپه د لوګر ولایت بره‎کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر مورچلو  شوی دی.
دغه چارواکي وايی چې په دغه برید کې دوه کورونه په نښه شوي چې د درې ښځو په ګډون شپږ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د بره‎کي برک ولسوال ویلي چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی سلیم نعیمي وايي چې په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaoevtuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته