کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې د امنیتي ځواکونو هوايي برید کې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1398 ساعت 14:35

د لوګر ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.



د دغو چارواکو په وینا، دغه هوايي برید د یکشنبې په شپه د لوګر ولایت بره‎کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر مورچلو  شوی دی.
دغه چارواکي وايی چې په دغه برید کې دوه کورونه په نښه شوي چې د درې ښځو په ګډون شپږ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د بره‎کي برک ولسوال ویلي چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی سلیم نعیمي وايي چې په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 188773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188773/لوګر-کې-د-امنیتي-ځواکونو-هوايي-برید-اته-تنه-ولسي-وګړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com