دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 188774
ټرمپ به د افغان سولې برخه کې پر عمران خان فشار راوړي ـ امریکايي مقام
په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان سولې بهیر سره د همکارۍ په برخه کې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان باندې فشار راوړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې وړمه ورځ په درې ورځني سفر امریکا ته تللی، ټاکل شوې نن دوشنبه له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.
رویټرز خبري آژانس د یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي په حواله ویلي، چې د دغه ملاقات هدف د افغان سولې بهیر سره د عملي همکارۍ او پخپله خاوره کې د ورانکارو ډلو پر ضد د کوټلي ګامونو پورته کولو په هدف پر پاکستان د فشار اچول دي.
دغه امریکايي چارواکی چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي، امریکا غواړي پاکستان ته په روښانه ټکو و وايي، چې امریکا به هغه مهال له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوي چې دغه هېواد د وسله والو پر ضد عملي اقدمات وکړي.
د ولسمشر ټرمپ او عمران خان لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازي مذاکراتو اتم پړاو ته ننوزي.
دغه هېواد چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو په ملاتړ او پټن ځایونو ورکولو تورن دی د امریکا په ګډون افغان حکومت هم د افغان سولې په برخه کې د عملي همکارۍ غوښتنه کړې ده.
یاد امریکايي چارواکي ویلي، ولسمشر ټرمپ به پر عمران خان فشار راوړي چې طالبان اوربند او له افغان دولت سره بین الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0an6y49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته