د سوداګرۍ په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غلام رضا انصاري وايي چې افغانستان او پاکستان ته د تهران د صادراتو ارزښت پنځه تر شپږو مېلیارد ډالرو رسېږي.
له افغانستان او پاکستان سره د ایران د سوداګرۍ د کچې لوړوالی
31 سرطان 1398 ساعت 15:18
د سوداګرۍ په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غلام رضا انصاري وايي چې افغانستان او پاکستان ته د تهران د صادراتو ارزښت پنځه تر شپږو مېلیارد ډالرو رسېږي.
د ایران د مهر خبري اژانس پر حواله، ښاغلي انصاري دغه څرګندونې د بهرنیو اړیکو د همغږۍ په مرکزي دفتر کې د افغانستان او پاکستان د سفیرانو په حضور کې کړې دي.
انصاري زیاته کړه:«له ګاونډیانو سره د اقتصادي اړیکو د کچې زیاتوالي په اړه د دولت سیاستونو ته په پام سره، اړینه ده څو د وارداتو او صادراتو د موانع په اړه مطالې وشي.»
هغه زیاتوي چې افغانستان او پاکستان د دغو هېوادونو ترمنځ د ګډ بانک د جوړېدو لېواله دي.
هغه زیاته کړه:«د ایران اسلامي جمهوري د اسلامي پاڅون له مهاله، له افغانستان او پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پیل کړې ده.»
د مطلب کود: 188779