د ایران د مهر خبري اژانس پر حواله، ښاغلي انصاري دغه څرګندونې د بهرنیو اړیکو د همغږۍ په مرکزي دفتر کې د افغانستان او پاکستان د سفیرانو په حضور کې کړې دي.
انصاري زیاته کړه:«له ګاونډیانو سره د اقتصادي اړیکو د کچې زیاتوالي په اړه د دولت سیاستونو ته په پام سره، اړینه ده څو د وارداتو او صادراتو د موانع په اړه مطالې وشي.»
هغه زیاتوي چې افغانستان او پاکستان د دغو هېوادونو ترمنځ د ګډ بانک د جوړېدو لېواله دي.
هغه زیاته کړه:«د ایران اسلامي جمهوري د اسلامي پاڅون له مهاله، له افغانستان او پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پیل کړې ده.»