دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 188781
لوګر کې د ملکي تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه
په لوګر کې ځينې سرچينې ادعا لري چې د دغه ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د کوچيانو پر کېږدۍ د هوايي بريد او ځمکنيو عملياتو پرمهال يو شمېر ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دغه سرچینې که څه هم د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو زیاته یې کړه چې دغه هوايي او ځمکني عمليات د يادې ولسوالۍ د دشتِ خاکي په سيمه کې تېره شپه ترسره شوي دي.
پر همدې مهال په لوګر کې د کوچيانو د شورا مشر محمد سليم نعيمزوی هم نن دوشنبه امریکا غږ ته وویل، چې په دغو عملياتو کې د يوې کورنۍ ۹ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
نعيمزوی له امريکا غږ سره په خبرو کې د ښځو او ماشومانو شمېر کره نه کړ، خو زياته يې کړه چې زياتره قربانيان يې ښځې او ماشومان جوړوي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غیرت هم امريکا غږ ته وويل، دوی ته د رسيدلو معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې يو شمېر ملکيان وژل شوي او ټپيان دي، خو دقيق شمېر يې په ګوته نه کړ.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ امريکا غږ ته ياد عمليات تاييد کړل، خو ويې ويل چې د تلفاتو د شمېر او د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره سيمې ته پلاوی ليږل شوی دی.
په ورته وخت کې د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ ته وويل، چې دغه عمليات بهرنيو او افغان ځانګړو ځواکونو کړي او دوی ته يې ويلي چې يو شمېر وسله وال يې وژلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو د دې ادعا پراساس چې ګني ملکيان په کې وژل شوي، په اړه تحقيقات پيل شوي او نتيجه به يې ډېر ژر له رسنيو سره شريکه کړي.
تر دامهاله افغان او نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivvazzt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته