دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 188783
د کران و منجان ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه
د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ ځينې اوسېدونکو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۳۱مه) وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

دغه اوسېدونکي زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د ولسي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده، که‎چېرې سیمې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي، شونې ده چې طالبان د دغې ولسوالۍ مرکز ونیسي.
د هغوی په وینا، تراوسه له طالبانو سره په دغې جګړه کې د ولسي پاڅون کوونکو یو تن وژل شوی او څلور تنه نور یې ټپيان دي.
هغوی طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر هم ورکوي.
تراوسه د بدخشان ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaan6e49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته