کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کران و منجان ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1398 ساعت 15:45

د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ ځينې اوسېدونکو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۳۱مه) وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.



دغه اوسېدونکي زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د ولسي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده، که‎چېرې سیمې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي، شونې ده چې طالبان د دغې ولسوالۍ مرکز ونیسي.
د هغوی په وینا، تراوسه له طالبانو سره په دغې جګړه کې د ولسي پاڅون کوونکو یو تن وژل شوی او څلور تنه نور یې ټپيان دي.
هغوی طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر هم ورکوي.
تراوسه د بدخشان ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. 
 


د مطلب کود: 188783

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188783/د-کران-منجان-ولسوالۍ-کې-طالبانو-او-امنیتي-ځواکونو-ترمنځ-جګړه

آوا
  https://www.avapress.com