دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 188794
مزار کې د شپې طالبانو او د ورځې حکومت مخابراتي شبکې بندې کړې
په شمالي ولایت مزارشریف ښار کې هم مخابراتي شبکې له تیرو دوه شپو راهیسې بندیږي.

د بلخ والي د مخابراتي کمپینو مسولین راغوښتي وو چې مخابراتي شبکې فعالې وساتي، خو کله چې په دویمه شپه هم مخابراتي شبکې بندې شوې د بلخ چارواکو نن (دوشنبه جولاۍ۲۲) د ورځې له خوا هم مخابراتي شبکې وتړلې او د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د دوشنبې په ورځ په مزار کې له دولتي مخابراتي شبکې پرته هیڅ خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت نه کاوه.
د بلخ ولایت د مخابراتو رئیس محمد تقي وايي چې دوي د قانون خلاف د مخابراتي شبکو فعالیت بنداوه، هغه وايي چې د مزارشریف ښار کې مخابراتي شبکو ته هیڅ ډول تهدید نشته، او د دوي د شبکو د بندیدو له امله خلک اندیښمن شوي دي.
هغه وویل " د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د بندیدو ستونزه باید حل شوي وای، خو بیا هم تیره شپه مخابراتي فعالیت بند کړی و، او سیمه ییزې ادارې ته یې د رد ځواب ورکړ او خپلسرۍ ته یې دوام ورکړ، هغو شبکو چې د سیمه ییزې ادارې له امر سرغړونه کړې وه ټولې د ورځې له خوا هم بندې شوي دي."
بلخ د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو په کچه لوی او پرمختللی ولایت دی چې تر یو میلیون زیات خلک په کې ژوند کوي، په دغه ښار کې خارجي قونسلګرۍ، د ملګرو ملتونو دفترونه او نور خارجي موسیسات فعالیت کوي.
د بلخ د امنیې قوماندان اجمل فایز هم وايي چې تر اوسه د بلخ په مربوط سیمه کې د خصوصي مخابراتي شبکو ته د وسله والو مخالفینو له خوا هیڅ زیان نه دی اوښتی، خو دوي په خپل سر شبکې بندې کړي وې.
هغه وايي"د دوي ټول دفترونه او شبکې مو د ولایت په امر بند کړي دي، او غوښتنه مو ترې کړې که دوي بیرته ۲۴ ساعته خپل فعالیت پيل نه کړي دوي ته به یوازې د ورځې له خوا هم د فعالیت اجازه ورنه کړل شي."
د مزارشریف خلک نن د ورځې د انټرنیټ او مخابراتي شبکو د فعالیت د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو.
په مزارشريف ښار کې په لومړي ځل دوه شپې وړاندې مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي وو. مزارشريف کې د مخابراتي شبکو مسوولين په رسمي ډول رسنيو سره خبرې نه کوي؛ خو ويل کیږي چې د طالبانو له ګواښ وروسته مخابراتي شبکو خپل فعالیت بند کړی و.
د مزارشریف یو اوسیدونکی عبدالصمد وايي چې د مخابراتي شبکو د بندیدو له امله کاروباري خلک له ستونزو سره مخ دي" د مخابراتي شبکو قطع کیدلو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي، څوک چې حواله لري حوالې نه شي اخیستی، څوک چې مسافر وي له کورنیو سره یې اړیکې نشته، دولت باید خلکو ته ځواب ورکړي."
مزارشریف یو تجارتي ښار دی چې په سلګونو کارخانې په کې فعالې دي او په زیاته پیمانه له ازبکستان سره تجارتي اړیکې لري، خو د مخابراتي شبکو د بندیدو له امله سوداګر، عام خلک او نور ټول کاروباري خلک زیانمن شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco4qs02bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته