دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 188799
د ښځینه فوټبال لوبغاړو دوسیه محکمې ته وسپارل شوه
د هېواد د ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي ځورونې دوسیه څه موده وړاندې د یوې نړیوالې ورځپانې له خوا نشر شوې وه. دا دوسیه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې محکمې ته واستول شوه.
په رسنیو کې د یادې دوسیې تر نشر وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څانوالۍ هم د یادې قضیې د هر اړخیزې او عادلانه څېړنې په موخه پلاوی وټاکه دغه پلاوي د هېواد د ننه او بهر  د یادې  قضیې په اړه څېړنې وکړې او د څېړنو تر بشپړاوي  وروسته یې یاده دوسیه محکمې ته واستوله.

د دغې قضیې په اړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخواني رئیس په شمول د یاد فدراسیون د جنرال سکرتر، د ګول کیپرانو کمېټې مسؤول، د ولایتونو د اړیکو مسؤول، د فدراسیون د رئیس سکرتر او امنیتي مسؤول تورن وپېژندل شول.

د هغې دعوې پر بنسټ چې د مؤظفو څارنوالانو له خوا ترتیب شوې، یاد کسان د جنسي تېري، ځورونې، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او جرم پټولو په تورونو تورن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادو تورنو کسانو څخه د څېړنې پر مهال دوی ممنوع الخروج و او دندې یې د تعلیق په حالت کې وې.
 
https://avapress.com/vdchw6nzw23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته