کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بادغیس په بالا مرغاب کې د یوه کنډک ۴۰۰ سرتېري محاصره شوي

آریانا نیوز , 31 سرطان 1398 ساعت 19:18

د بادغیس د ولایتي شورا غړيو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کنډک کې څلور سوه سرتېري د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.



د بادغیس د ولایتي شورا غړي وايي، له تېرو دوه میاشتو را پدیخوا له څلور سوه ډېر امنیتي سرتېري په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کنډک کې محاصره دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ له یوې اوونۍ را پدیخوا د وسلوالو د ګواښ له کبله د ملي اردو ځواکونه نه دي توانیدلي، چې دغو سرتېرو ته غذایی توکي او مهمات ورسوي.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وايي؛ له څو ورځو را پدیخوا د ملي اردو هلیکوپتر نه دي توانیدلي، چې د طالبانو د ګواښونو له کبله دغو سرتېرو ته خوراکي توکي او مهمات ورسوي.
په ملي شورا کې د بادغیس د خلکو استازي هم وايي، چې دې مسلې ته د ولسمشر نه پاملرنه به د ناورین لامل شي.
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیا الدین اکازی خبرداری ورکوي، چې که ولسمشر دې مسلې ته جدي پام ونکړي؛ په بالا مرغاب کې به انساني ناورین رامنځته شي.
مدني فعالان هم په دې ولایت کې پر امنیتي وضعیت اندېښمن شوي دي.
مدني مخکښ سرداراحمد صدیقي وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو خلک به پر حکومت بې باوره او له سیمې کډه کولو ته اړ شي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ویلي، چې په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د سرتېرو محاصره کیدل یوه شایعه ده او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
په بادغیس کې له دوه میاشتو را پدیخوا د ناامنیو ډېروالي د خلکو اندېښنې راپارولي؛ یوازې په تېرو پېنځلس ورځو کې طالبانو د ډېرو ولسوالیو لارې بندې کړي او د قلعه نو ښار برښنا هم پرې شوې او دغه راز په آب کمري ولسوالۍ د کوماندو ۳۶ سرتېري هم وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 188800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188800/د-بادغیس-په-بالا-مرغاب-کې-یوه-کنډک-۴۰۰-سرتېري-محاصره-شوي

آوا
  https://www.avapress.com