دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 188834
امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ژمنې تازه کړې
د افغانستان امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو، له امنیتي ځواکونو سره د مرستي، د ملکي تلفاتو د کمولو او د ځمکنيو او هوایي عملیاتو د همغږۍ لپاره به ټول مسایل د ولسي جرګې له امنیتي کمېسیون سره همغږي او په ټاکلي وخت به راپور ورکوي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: ژمنه وشوه چې د اړوند کمېسیون له وکیلانو سره په همغږۍ قضیې جدي تعقیب کړي، د حل لارو په اړه که هغه د حکومت یا د پارلمان په وسه وي، په ګډه کار وشي، کمېسیونونه امنیتي چارواکي په اوونیز ډول ور وغواړي او له هغوی راپور واخلي.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ډېرېدل، یو په بل پسې د ولسوالیو سقوط، د امنیتي ځواکونو وژل کېدل او په دې وروستیو کې د ناامنیو ډېرېدل د دې سبب شول چې د افغانستان لوړ پوړي امنیتي چارواکي د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وروبلل شي.
په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي او ځمکنيو بریدونو کې په لوګر، بادغیس، میدان وردګ، ارزګان، بغلان او نورو سیمو کې د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د وروستیو راپورونو له مخې، یوازې په سرطان میاشت کې شااوخوا ۶۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې استجوابیه غونډه کې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی بلل شوي وو.
دا غونډه د ولسي جرګې د ځینو غړو له مخالفت سره سره د تړلو دروازو تر شا وشوه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx6nzk23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته