کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې؛ خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 اسد 1398 ساعت 8:49

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون سه شنبه مازدیګر په ارګ کې سره وکتل.



د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې د افغانستان په هکله د امریکا ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه هراړخیز بحث وشو او "لازمه وګڼل شوه" زلمی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.
همدارنګه خلیلزاد ولسمشر غني ته سولې ته د رسېدو په برخه کې د خپلو وروستیو فعالیتونو او هڅو په اړه معلومات ورکړل.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ دوشنبه په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ناستې پر مهال وویل چې، که دی وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګټي او ددې کار لپاره افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو ټینګار یې وکړ چې دوی نه غواړي دې موخې ته د رسیدو په موخه په دغه هیواد کې لس میلیونه کسان ووژل شي‎.
همدارنګه ولسمشر ټرمپ وویل: «زه د افغانستان په هکله پروگرامونه لرم که وغواړم چې جگړه ،گټم، افغانستان به د ځمکې له مخې پاک شي.»
د ټرمپ د څرګندونو په وړاندې افغان حکومت او سیاستوالو تند غبرګونونه وښودل.
په دې اړه د ارګ په اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې، افغان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.»
همدارنګه د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې، د افغانستان او امریکا شراکت او همکاري په متقابلو ګټه او درناوي ولاړ ده، خو زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای.
دې ته ورته ځینو افغان سیاستوالو هم د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ څرګندونې په تندو ټکو غندلې دي. د حامد کرزي په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د ټرمپ څرګندونې ددې ښکارندویي کوي چې، نوموړی «هیڅ انساني کرامت او انساني ژوند» ته دروناوی نه لري.
د مالیې پخواني وزیر په خپله تویټر پاڼه لیکلي: « چنګیز او له هغه څخه مخکې او وروسته یرغلګر هم په همدې نیت راغلل او لاړل مګر دا هېواد لا هم ځلېږي لکه ستوری په آسمان! خو ستا خبرې ‌‌‌‌‌‌ډالۍ هغو ته چې د بمونو د مور په ګډون یې پر خپلو کلیو ستاسې د هرې نوې وسلې د امتحان هرکلی وکړ او لایې کوي.»
همدارنګه د د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، ټرمپ عامو امریکایانو په دا ډول څرګندونو چې، د افغانساتان نظامي حل لاره د میلیونو افغانانو د وژلو ته اړتیا لري، دوکه ورکوي.
د یاونې وړ ده چې، ټرمپ لدې وړاندې ایران، شمالي کوریا، پاکستان او ان تردې چې د امریکا په د ننه خپلو سیاسي مخالفینو ته ورته ژبه کارولې ده، خو د نوموړي ملاتړ کوونکي ټینګار کوي چې ټرمپ تل سپینه خبره کړې ده.
 


د مطلب کود: 188868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188868/د-ټرمپ-وروستۍ-څرګندونې-خلیلزاد-څه-مودې-لپاره-په-کابل-کې-پاتې-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com